د پېښور رېپډ ټرانزټ كوريډور او سندھ كښې سرمايه كارۍ له د 435 مېليونه ډالرو په لوظنامه لاسليك

image
APP53-12 ISLAMABAD: September 12 - Secretary EAD, Shahid Mehmood and Country Director ADB, Xiaohong Yang exchanging documents after signing loan agreements at Ministry of Finance. Finance Minister, Senator Mohammad Ishaq Dar is also present. APP

اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) پاکستان او اسیائی پرمختيائي بانك د پېښور بس رېپډ ټرانزټ كوريډور او سندھ كښې د پبلك پرائيوېټ پارټنر شپ سرمايه كارۍ له د 435 مېليونه ډالرو په لوظنامه لاسليك كړے دے۔ د نهې په ورځ د اقتصادي چارو ډويژن سېكتر شاهد محمود او د اسيائي پرمختيائي بانك كنټري ډائرېكټر مزچياٶهانګ ژانګ او د خېبر پښتونخوا او سندھ حكومتونو استازو د قرض په لوظنامه لاسليك كړے۔ د لاسليك په دستوره كښې د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحق ډار ٬د خزانې وزارت٬ د اسيائي پرمختيائي بانك ٬ اي اے ډي او ډي اېف آئي ډي نور چارواكي هم موجود وو۔ د لوظنامې له مخې بانك به د پېښور بس رېپډ ټرانزټ كوريډور لپاره 335 مېليونه ډالره او سندھ كښې په پبلك پرائيوېټ پارټنر شپ انوسټمنټ كښې مرستې له بانك سره د مرستې په بله لوظنامه لاسليك شوې كومې لپاره بې ډي اېف آئي ډي برتانيه 19.23 مېليونه ډالره وركوي۔ د لوظنامې هركلي كولو سره د خزانې وزير پاكستان په خاص توګه د سترو لارو او د توان په څانګه كښې په مرسته كولو د اسيائي پرمختيائي بانك او ډي اېف آئي ډي مننه وكړه۔ ده هېواد كښې د فزيكل بنيادي ډهانچې لا ښه كولو لپاره ئې د حكومت د عزم پخلې وكړو۔ ده هيله ولرله چې دې لوظنامو سره به په خېبر پښتونخوا او سندھ كښې اولس ته ګټه ورسي

مضمون کا ماخذ : aplicativos de apostas loteria