ملګري ملتونه دې د كشمير په اړه د سلامتي كونسل قراردادونه عملي كړي٬ په كنټرول لائن د كوم ډول كمپائن يا د پاكستان په ضد د محدود جنګ په ډاكټرائن عمل كولو سره هند ته به برابر ځواب وركولې شي۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي

image

ملګري ملتونه 22 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي غوښتنه كړې چې لګري ملتونه دې د كشمير په اړه د سلامتي كونسل قراردادونه عملي كړي او په دې لړ كښې دې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر كشمير لپاره خپل ځانګړې استازې وټاكي كوم چې د سلامتي كونسل قراردادونه عملي كړي۔ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل چې د ملګري ملتونه دې مقبوضه كشمير ته پلټنو لپاره انكوائري كميشن ولېږي۔ ده ووئيل چې پاكستان نړۍ ته وائي چې هغه دې په مقبوضه كشمير كښې په كشميريانو د پېلټ ګنز بريدونو او په بې ګناه وګړو د تشدد او ظلم مخ نيوې وكړي۔ د رياستي پالېسې په توګه مېرمنو سره د زياتي لړې دې بند كړې شي۔ د مېډيا بلېك آؤټ دې ختم كړے شي۔ په مقبوضه كشمير كښې دې تور قوانين ختم كړے شي او د كشمير ټول سياسي مشران دې خوشي كړے شي۔ وزيراعظم ووئيل چې هند په مقبوضه كشمير كښې د نړۍ پام د خپلو ظلمونو نه بل خوا ګرځولو لپاره په كنټرول لائن پرله پسې د ډزبندې خلاف ورزي كوي۔ ده ووئيل چې سږ كال د جنورې نه تراوسه هند د ډزبندې 600 خلاف ورزې كړې دي۔ پاكستان په دې صورتحال د تحمل څرګندونه كړې دي خو په كنټرول لائن د كوم ډول كمپائن يا د پاكستان په ضد د محدود جنګ په ډاكټرائن عمل كولو سره هند ته به برابر ځواب وركولې شي۔ ده ووئيل چې ملګري ملتونه دې د كشمير په اړه د سلامتي كونسل قراردادونه عملي كړي او په دې لړ كښې دې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر كشمير لپاره خپل ځانګړې استازې وټاكي۔

مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون