د امن او معيشت ښه والي په سوب د نن پاكستان د 2013 نه زيات ښه دے

image
PRESIDENT MAMNOON HUSSAIN ADDRESSING THE 4TH CONVOCATION OF NATIONAL TEXTILE UNIVERSITY AT CONVENTION CENTRE IN ISLAMABAD ON SEPTEMBER 28, 2017.

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د امن او معيشت ښه والي په سوب د نن پاكستان د 2013 نه زيات ښه دے٬ صنعت او تجارت پرمختګ كړے ۔ده دا خبره د زيارت په ورځ د نېشنل ټېكسټائل پوهنتون كانوكېشن ته خپل خطاب كښې وكړه۔اولس مشر ووئيل د هېواد په زياتره سيمو كښې د امن وضعه د ډاډ وړ ده چې پھ نتيجه كښې يې صنعت او تجارت په لړ كښې پرمختګ شوے او د اولس مسئلې تر ډېره حده كمې شوي ۔په دې صورتحال كښې ضروري ده چې ټول قام د حكومت او قامي ادارو ملګرتيا وكړي دغسې چې د بدامنۍ ټول وجوهات ختمولو سره ككړ كسان انصاف سره مخ كړې شي۔اولس مشر ووئيل پھ تېر وخت كښې د ټېكسټائل صنعت٬د خرابو پالېسو او د توان كمي په وجه ستونزو سره مخ ؤ ۔د دې نه ځانله بدآمني هم يو سبب ؤ خو د پاكستاني اولس٬حكومت او د ټولو ادارو په هلو ځلو حالات ښه شوي او نن پاكستان د تېر وخت پاكستان په نسبت ښھ تصور وړاندې كوي۔اولس مشر ووئيل دا خبره د اطمينان وړ ده چې نړيواله ورورولي او په خاص توګه د مينځني آسيا هېوادونه د ټېكسټائل په اړه د پاكستان سره د تجارت ودې سره شريكو پروژو له هم خوښي لري۔دې ډول موقعو څخه استفاده كولو سره به د ټېكسټائل صنعت ته وده وركړی شي او په دې لړ كښې په نېشنل ټېكسټائل پوهنتون غوندې ادارو لويه ذمه واري راځي چې دې لپاره تګلاره جوړه كړي او په دې څانګو كښې تعليم او تحقيق ته پام لرنه وكړي۔ده ووئيل د پاك چين اقتصادي راهدارۍ په اړه چې مونږ د كومو د تاريخي امكاناتو خوب ليدلو هغه په حقيقت بدلولو له په دغه څانګو كښې هلو ځلو ته اړتيا ده چې په نتيجه كښې يې په پاكستان كښې زياتې كارخانې جوړې شي او د تجارت نورې لارې پرانستلې شي۔ده ووئيل په داسې صورتحال كښې به نه يوازې د ټېكسټائل څانګې اهميت په ځاې پاتې شي بلكې پھ دې كښې به زياتوالې هم وشي۔اولس مشر ووئيل د سي پیك سره به نه يوازې د چين لس زره پنځه سوه كلوميټره تجارتي لاره 2500 كلوميټر پاتې شي بلكې پاكستان ته به د دې نورې ګټې هم ورسي۔اولس مشر پھ دې خبره زور راوړو چې نېشنل ټېكسټائل پوهنتون دې پھ دې صنعت كښې د نوې رجحاناتو او تكنيكي بدلون مطالعې اهتمام وكړي دغسې چې نوې ځوانان په عملي ژوند كښې د خپلو ښو صلاحيتونو څرګندونه وكړي۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی