پخوانې وزیراعظم محمد نواز شریف به (نن) د نېب عدالت ته وړاندې كېږي۔ آصف كرماني

image

اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي)د مسلم لیګ (ن) لارښود ډاکټر آصف کرماني وئيلي دي پخوانې وزیراعظم محمد نواز شریف به (نن) د نهې په ورځ د نېب عدالت ته وړاندې كېږي۔ د ګل په ورځ پنجاب هاٶس كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل پخوانې وزيراعظم د لندن نه هېواد ته رارسېدو سره خپلو ملګرو سره ملاقاتونه كړې٬ په دې موقع د هېواد په مجموعي سياسي صورتحال خبرې اترې شوې دي۔ ده ووئيل نواز شریف به قانوني پوهانو او صلاحكارو سره هم په قانوني چارو مشاورت كوي۔ د عمران خان بيان پحقله د يوې پوښتنې په ځوا ب ده ووئيل عمران خان نه سنجيده دے او نه سياسي بالغ د ھغه د خبرې ځواب وركولو مناسب نه ګڼم۔ د محمد نواز شريف پاكستان كښې د پاتې كېدو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل تر كومې چې ھغه په هېواد كښې وي ميډيا به خبر وي۔ ده ووئيل د محمد نواز شریف د ګوند د قيادت پرېكړه به د مسلم لیګ (ن) مرکزي مجلس عامله او عمومي كونسل كوي۔ د كورنيو اختلافاتو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د نواز شریف كورنۍ د ھغه په مشرۍ كښې يو موټې وه٬ ده او وي

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری کے انعامات