پاکستان داسې كوم انتظامي فورم نه لري چې يوازې څلور كسان هېواد ته د پېښو چلېنجونو علم لري

image

اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې پاکستان داسې كوم انتظامي فورم نه لري چې يوازې څلور كسان هېواد ته د پېښو چلېنجونو علم لري٬ رياست ته داسې هېڅ خطرات نشته چې قامي سلامتيا لپاره كابينه كمېټي پرې خبر نه وي٬ د رياست ټولې معاملې او د خطرو خبر وزيراعظم شاهد خاقان عباسي او عسكري مشرانو ته وي٬ نړۍ كښې جنګونه د اطلاعاتو په بنياد كېږي٬ مونږ هم ھغه جنګ سره مخ يو٬ يو موټې كېدو سره مونږ په چېلنجونو قابو موندلې شو۔ د نهې په ورځ سېنېټ كښې د ستانور اعتزاز احسن او عثمان كاكړ د اعتراض د نكتې په ځواب داخله وزير ووئيل رياست ته داسې هېڅ خطرات نشته چې قامي سلامتيا لپاره كابينه كمېټي پرې خبر نه وي٬ د كمېټۍ غونډې په باقاعدګۍ سره كېږي۔ ده ووئيل پاکستان داسې كوم انتظامي فورم نه لري چې يوازې څلور كسان هېواد ته د پېښو چلېنجونو څخه خبر وي۔ ده ووئيل شاهد خاقان عباسي آئیني وزیراعظم دې ۔ د رياست ټولې معاملې او خطرې د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په علم كښې وي٬ عسكري مشران او سرلښكر رياست ته د پېښو چېلنجونو نه خبر وي٬ د قامي سلامتيا د كمېټۍ غړي هم خبر وي۔ ده ووئيل ډېر قوتونه د پاكستان طاقت نه وېرېږي٬ زمونږ د معاشي طاقت بحالي هم خطر ګڼلې كېږي ٬ د سي پېك په اړه هم زمونږ د ګاٶنډي هېواد د سرلښكر او خارجه وزير پېغامونه په رېكارډ موجود دي٬ د هندي جاسوس كلبهوشن اعتراف هم په رېكارډ موجود دې۔ ده ووئيل د اولس مشر ټرمپ پاليسي بيان سره هم صورتحال واضح شوې۔ده ووئيل مونږ منطقه كښې امن غواړو٬ د قامي سلامتيا كمېټۍ بشپړه ځواب وركړې دې٬ ده ووئيل حكومت او رياستي ادارې د صورتحال نه ښه خبر دي هېڅ داسې خبر نشته چې ذمه وار كسان پرې خبر نه وي۔ ده ووئيل دغه څه ډلې د افغانستان خاوره كارولو سره په بلوچستان كښې د تحريبي كاروائيو هڅې كوي چې په سوب ئې امنيتي ادارې حفاظتي اقدامات كوي۔

مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔