اور د څپلو په دوكان كښې لګېدو سره په ټول بازار كښې خپور شو٬په اور قابو موندلو له 20 ګاډي وكارولې شو

image

اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي)وفاقي پايه تخت اسلام آباد پشاور موړ سستا بازار كښې د اور لګېدو له امله ګڼ شمېر سټالونه سوزېدلي۔ اور د څپلو په دوكان كښې ولګېدو او بيا ټول بازار كښې خپور شو٬ په اور قابو موندلو له 20 ګاډي وكارولې شوو۔ د پوليس اعلٰی افسران او د اسلام آباد ميئر او سي ډي اے چيئرمېن شېخ انصر عزيز هم د پېښې ځاې ته راورسېد او د مرستې هلو ځلو جاج ئې واخست۔ د شورو په ورځ د سي ډي اے په پشاور موړ سستا بازار كښې ناڅاپي اور ولګېدو٬او ددې شدت دومره تيز وو چې بازار كښې په ګڼ شمېر سټالونه كښې خپور شو۔ په دې موقع د مرستې هلو ځلو لپاره بېلا بېل فاؤنډېشنز٬اېن جي اوز ګاډي او ايمبولينسز ګاډي د پېښې ځاې ته راورسېدل۔ پوليس د بازار څلورو واړه اړخونه سيل كړل دغسې چې ځائي زيان ونشي۔ د اور لګېدو له امله د بې وسه دوكاندارانو د كروړونو روپو زيان شوې۔ په دې موقع اے پي پي سره خبرو كښې د پشاور موړ سستا بازار هېنډي كرافټ سټال مالك طارق محمود ووئيل چې په بازار كښې زمونږ 20 نه تر 22 دوكانونه وو چې تقريبا ً ماليت يې د 80 نه تر 90 لكه وو٬د اور لګېدو له امله ټول سټالز سوځېدو سره ايره شوي۔ده اړوند چارواكو څخه غوښتنه وكړه چې په بازار كښې د اور لګېدو پېښې بايد پلټنې وكړې شي

مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد