خارجه وزير خواجه محمد آصف د روسيې خارجه وزير سرګئي لاروف سره ملاقات وكړو٬ د روسيې خارجه وزير خواجه آصف ته د روسيې د دورې كولو بلنه وركړه

image

نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير خواجه محمد آصف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د غونډې په موقع د روسيې خارجه وزير سرګئي لاروف سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو په قوي كولو٬ په سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې وشوې۔ خارجه وزير د دواړو هېوادونو په ګټه په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو خواهش څرګند كړو۔ دواړو مشرانو په افغانستان كښې د امن او استحكام په اړه په چارو هم تفصيلي خبرې وكړې۔ د روسيې خارجه وزير خواجه آصف ته د روسيې د دورې كولو بلنه هم وركړه۔

مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش