زمونږ جوهري اثاثې د جارحانه دړكو مقابلې لپاره ضروري او په موثر كنټرول كښې دي٬ نړيواله ټولنه دې پاكستان په غېر امتيازي بنياد د نيوكليئر سپلائرز ډلې پشان په نړيواله توګه د اټومي وسلو نه خپرولو په انتظاماتو كښې شامل كړي۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي

image

ملګري ملتونه 22 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې زمونږ جوهري اثاثې د جارحانه دړكو مقابله لپاره ضروري او په موثر كنټرول كښې دي٬ نړيواله ټولنه دې پاكستان په غېر امتيازي بنياد د نيوكليئر سپلائرز ډلې پشان په نړيواله توګه د اټومي وسلو نه خپرولو په انتظاماتو كښې شامل كړي۔ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل چې پاكستان خپلې جوهري وسلې يوازې دې لپاره جوړې كړې دي چې ګاونډي ئې په منطقه كښې دا وسلې معرفې كړې۔ ده ووئيل چې زمونږ جوهري اثاثې د جارحانه دړكو مقابله لپاره ضروري او په موثر كنټرول كښې دي د كومو چې پوهانو اعتراف كړے۔ ده ووئيل چې نړيواله ټولنه دې پاكستان په غېر امتيازي بنياد د نيوكليئر سپلائرز ډلې پشان په نړيواله توګه د اټومي وسلو نه خپرولو په انتظاماتو كښې شامل كړي۔

مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر