لاهور 15 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې لس كاله پس به په لاهور ښار كښې په زمكه كښې د لاندې اوبو كچه ډېره كمه شي، د لاهور په لويو ستونزو كښې د پ??كو اوبو كمې او بې ترتيب تعميرات دي، اېل ډي اے دې داسې پروژه راوړي چې ورسره د اوبو مسئله حل شي. د وزيراعظم د مېډيا دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم عمران خان دا خبرې د خالي په ورځ د راوي ريور فرنټ اربن ډويلپمنټ پروژې په اړه د بريفنګ په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې. وزيراعظم ته ?? پروژې په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو. وزيراعظم ووئيل چې لس كاله پس به په لاهور ښار كښې په زمكه كښې د لاندې اوبو كچه ډېره كمه شي، د لاهور په لويو ستونزو كښې د پ??كو اوبو كمې او بې ترتيب تعميرات دي، اېل ډي اے دې داسې پروژه راوړي چې ورسره د اوبو مسئله حل شي. وزيراعظم ?? پروژې په روډ مېپ د اطمينان څرګندونه وكړه او وې وئيل چې دا پروژه به يوه غوره ماډرن سټي وي. په غونډه كښې د پنجاب وزيراعلٰی، د وزيراعظم خاص مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري، خاص مرستيال بېرسټر شهزاد اكبر او نورو وزيرانو او چارواكو هم ګډون وكړو.