اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پي پي)د صنعت او پیداوار وفاقي وزير غلام مرتضٰی جتوئي وئېلي دي حكومت په هېواد كښې د صنعت او پېداوار څانګو پرمختګ لپاره جامع اقدامات كوي٬ د سي پیك له مخې د خاص اقتصادي ځايونو جوړولو سره به هېواد كښې د روزګار نوې موقعې راپیدا شي۔دا خبرې ده د شورو پھ ??رځ د پرېس انفارمېشن آفيسر محمد سليم بېګ لخوا جوړی كړی د مېلمستيا دستورې نه پس خبريالانو سره په غېر رسمي خبرو كښې وكړی۔په دې موقع د صنعت او پیداوار وزارت او د ذيلي ادارو مشران او دانفارمېشن ګروپ اعلٰی افسران هم موجود وو۔وفاقي وزير ووئيل حكومت د اولس بهترۍ او هېواد په اقتصادي توګه قوي كول?? لپاره د صنعتي څانګې پرمختګ او ودې ته خاص پام لرنه كوي۔د پیداوار اضافې لپاره ګڼ شمېر اقدامات شوي او نتيجې يې هم راوځي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئيل حكومت د سټېل ملز ښھ كول?? لپاره كار كوي۔ده ??وئيل د پیداوار اضافې سره سره ويليو اېډېشن ته هم مونږ پام كوو دغسې معياري پیداوار باوري كول?? لپاره هم كار روان دے