اولس مشر ممنون حسېن د سائنس او ټېكنالوجي په اړه د او آئي سي مشرانو وړومبۍ غونډه كښې ګډون له آستانه ته ورسېد

image
APP15-09 ASTANA: September 09 - President Mamnoon Hussain being received by Minister for Defence of Kazakhstan Beibit Atamkulov upon his arrival at Nursultan Nazarbayev International Airport. APP

اسلام آباد 09 ستمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن د سائنس او ټېكنالوجي په اړه د او آئي سي مشرانو وړومبۍ غونډه كښې ګډون له د خالي په ورځ په څلور ورځنۍ دوره د قزاخستان پلازمينې آستانه ته ورسېد۔ دوه ورځنۍ د مشرانو دا غونډه (نن) د اتوار په ورځ د قزاخستان پلازمينه آستانه كښې پېل كېږي۔ د قزاخستان د دفاع وزير بېت اتم كولوف او د آستانه دوهم ميئر امان شائف يرمك په هوائي مېدان اولس مشر ممنون حسېن او اولنۍ مېرمنې ته تود هركلې ووې۔ آستانه كښې د پاكستان سفير عبد السالك او د سفارت نور چارواكي هم په دې مهال موجود وو۔ په روايتي جامو كښې يو قزاخې ماشومې اولس مشر ته ګلونه وړاندې كړل او د خاص ګارډ يوې ډلې ده ته سلامي وركړه۔ هيله ده چې اولس مشر به د غونډې په مهال د قزاخستان وزيراعظم او د تركيه او بنګله دېش خپلو همڅنګو سره ملاقات هم وكړي۔ دا د خپل نوعيت اولنۍ غونډه ده كومه كښې به چې د روغتيا ٬ تعليم ٬ تحقيق ٬ موسمياتي بدلون ٬ خلائي تحقيق او پرمختګ لپاره په مهمو چارو غور كولے شي۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ویب سائٹ